ایکنا نیوز د ډیلی صباح له قوله راپور راکوي، د درینجاکا په سین درې کې د کوشلات لرغونی مسجد، په ۵۰۰ میټرو لوړوالي کې پر یوې شنې څوکې،د بوسنیېا هرزیګووینیا یوه عجوبه ګڼل کېږي چې د دې هېواد یو پخوانئ جومات دی.
دا مسجد د غر لمن څخه داسې ښکاري چې ګواکې په اسمان پورې ځوړند دی، له همدې امله ځایي خلکو ئې "په آسمان کې ځوړند جومات نوم کیښودلی دی.
دا جومات چې د خپل غوره موقعیت له امله په ځایي خلکو کې "د عقاب ځالې " باندې هم مشهور دی، د عثماني پوځ لخوا چې د بوسنیا او هرزګووینیا د فتحې لپاره ورغلی و، د ۱۴۶۰ کاله تر ۱۴۸۰ میلادي کال پورې په مودې کې جوړ شوی دی.
دا مسجد یوه معنوي او کلتوري نښه ده چې د ښکلا او آرامښت په لټه کې ګرځيدونکي سیلانیان یا ګرځندوي او څېړونکي جذبوي. کوشلات جومات د بوسنیا او هرزګووینیا له پخوانیو جوماتونو څخه دی. داسې چې اولیا چلبی، عثماني سفر لیکونکي په خپل "سیاحتنامه" نومې کتاب کې دا د "ابي الفتح مسجد" په توګه یاد کړې دی، ځکه دا مسجد د سلطان محمد فاتح عثماني په واکمنۍ کې جوړ شوی دی.
دغه جومات ته رسېدل اسانه نه دي او تر نیم ساعت پورې دګڼو ځڼګلونو په مینځ کې په تلو سره ورته رسیدلی شئ. دا لاره د سیلانیانو یا او لیدونکو یا ټوریسټانو لپاره یو بې مثاله تجرو بې چمتو کوي چې په طبیعت کې د د ډیرو ګرانو او سختو لارو باندې تګ راتګ او په لوړو او ستړېکونکو منظرو په مینځ کې په تلو سره ډیر په زړه پورې منظره وړاندې کوي.
که څه هم د خپل لیرې موقیت له امله، ورځني لمونځونه په دوامداره توګه نه ترسره کېږي، خو دا مسجد په رمضان المبارک میاشت کې د ډيرې ګڼې ګوڼې کوربتوب کوي او هلته د جمعې لمونځ ترسره کېږي او خپل معنوي رول چې له پنځو نیمو کلونو څخه زیات دی، ساتي. دا مسجد د بوسنیې له جګړې خوندي پاتې نه شو او د بوسنیې په جګړې کې (۱۹۹۲-۱۹۹۵) سربيا ځواکونو لخوا د نورو جوماتو په شان سوځول شوی و.
د بوسني چارواکو ئې بیا ورته توجه کړې او په ۲۰۱۳ کې ئې د عبادت لپاره بیا پرانېستلی دی. نن سبل دا مسجد د یوې مهمې ودانۍ په توګه پاتې دی چې د طبیعت ولوله او د تاریخ تقدس سره یوځاي کوي او سره له ټولو ننګونو، په بوسنیې کې د اسلامي هویت په ریښتینې کید ټینګار کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4306902